د افغانستان د طالبانو لاس ته د ورسپارلو په څلورمه کلیزه کې، یو شمېر ښځې، مدني او سیاسي فعالان، د بشري حقونو مدافعان، پوهان او د اقلیتونو او جلاوطنۍ ټولنو استازي په ایران کې راټول شول او د یوې پرېکړهلیک په خپرولو سره یې د هېواد د روان وضعیت او طالبانو ته د مشروعیت ورکولو د هڅو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.په پرېکړهلیک کې ویل شوي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، ښځې له زدهکړې، کار او په ټولنه کې له فعاله ونډې بې برخې شوې دي، د وینا آزادي له منځه تللې او بېلابېل قومونه او مذهبي ډلې د تبعیض، اجباري بې ځایه کېدو، ځمکو د غصب او سیستماتیک تاوتریخوالي سره مخ دي. میلیونونه کسان اړ شوي چې کډوالي وکړي او زرګونه فعالان، خبریالان او پخواني ځواکونه تر تعقیب یا نیولو لاندې دي.د بشري حقونو فعالانو ټینګار کړی چې د طالبانو سیاستونه او کړنې د «جنسیتي اپارتاید»، «بشریت ضد جنایت» او «ساختماني تروریزم» مصداق لري، او هر ډول تعامل یا عادي کیدل ورسره، د دوی جنایتونو ته مشروعیت ورکول دي.د افغانستان د ښځو د غږ غورځنګ اصلي غوښتنې:طالبان دې په رسمیت نه پېژندل کېږي.طالبان دې د بشري حقونو د پراخې سرغړونې له امله د نړیوالې محکمې تر محاکمې لاندې ونیول شي.په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید دې جرم وګرځول شي او د نړیوالو محکمو له لوري تعقیب شي.د طالبانو د جنګي او بشریت ضد جنایتونه دې د نړیوالو بنسټونو له خوا وڅېړل او وڅارل شي.مالي مرستې دې له طالبانو قطع شي او بشري مرستې دې د رړنې او د څار وړ میکانیزمونو له لارې د افغانستان خلکو ته ورسېږي.د کډوالو بېرته ستنول دې اجباري نه وي او د ښځو، ماشومانو او مدني او سیاسي فعالانو ځانګړې ساتنه دې تضمین شي.له طالبانو سره د تعامل پر ځای دې له خلکو او د افغانستان له مدني ټولنې سره خبرې اترې وشي او د لیږد حکومت د جوړېدو هڅې دې د هغوی په ګډون روانې پاتې شي.یاده غونډه او پرېکړهلیک یو ځل بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې او عدالت ترلاسه کول د ښځو او مدني ټولنې له فعاله ونډې پرته ناشوني دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

