د طالبانو د بیا واکمنېدو په څلورمه کلیزه کې، د بشري حقونو د څار بنسټ له جرمني غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو په اړه خپلې تګلارې له سره وارزوي او د طالبانو له حکومت سره د کډوالو د ستنولو پر ځای، د افغان ښځو د حقونو ملاتړ په لومړیتوب کې کېږدي.فرشته عباسي، چې د افغانستان څېړونکې ده، په یوه مقاله کې ټینګار کړی چې د افغان ښځو مقاومت د طالبانو د بندیزونو او ځپنې پر وړاندې د زړورتیا بېلګه ده، او بهرني دولتونه، په ځانګړي ډول جرمني، باید له دې څخه الهام واخلي.هغې لیکلي: «کډوال هغه هېواد ته ستنول چې د بشري حقونو نقض په کې روان دی، نه یوازې د بحران د حل مرسته نه کوي، بلکې د افغانستان ټولنې ته خطرناک پیغام لېږي.»عباسي د جرمني د حکومت هغې پرېکړې ته هم اشاره کړې چې د جولای میاشت کې یې ۸۱ افغان کډوال بېرته ستانه کړي وو، او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول کړنې د طالبانو د اوسني وضعیت د عادي کولو په معنا دي.د بشري حقونو د څار بنسټ د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دوی د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني پر وړاندې د بشریت ضد جنایتونو او د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض د تورونو له مخې د نړیوالو د نیولو د حکم یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې اروپایي هېوادونه باید د دغو حکمونو ملاتړ وکړي او د ښځو د حقونو د نقض په وړاندې چوپتیا ختمه کړي.عباسي مخکې هم خبرداری ورکړی و چې له طالبانو سره د کډوالو د ستنولو په اړه هر ډول خبرې اترې د داسې یو واکمنیت د مشروعیت ورکولو په معنا دي چې له نړیوالو قوانینو او بشري حقونو سره په ټکر کې دی، او افغانانو ته ناسم پیغام لېږي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

