صنم کبیري، د ښځو د حقونو فعاله وايي چې د زمري پنځلسمه، د افغانستان د طالبانو لاس ته د ورسپارلو څلورمه کلیزه، د دې هېواد په تاریخ کې یوه توره او د غم ورځ ده. کبیري وايي، دا ورځ یوازې د پخواني نظام پای نه و، بلکې د میلیونونو نجونو او ښځو هیلي یې ورانې کړې.هغې وویل: «هغه ورځ چې نظام ونړېد، ظلم او تاوتریخوالی هر ځای خپور شو او زموږ هېواد په یوه وېرونکې زندان بدل شو. هغه کسان چې لاسونه یې د زرګونو بېګناه وینو سره رنګ وو او د انسانیت بوی یې نه پېژانده، واک ته ورسېدل. هر لور ته چې مې کتل، د جګړهمارانو وېروونکي څېرې او جامې مې لیدلې؛ لکه څنګه چې زما نیا په ماشومتوب کې د وېرې کیسې راته کولې، دا ځل مې کابوس په خپلو سترګو لیده.»صنم کبیري زیاته کړه: «د زمري پنځلسمه د تورو کابوسونو تکرار و چې زما د ماشومتوب ټولې هیلې یې رانه واخیستې. لکه څنګه چې په تېرو وختونو کې د طالبانو په واک ته رسېدو د ښوونځیو دروازې پر موږ وتړل شوې او ښوونځي یې په پوځي پناهځایونو بدل کړل، دا ځل هم له پنځه ویشتو کلونو وروسته هغه کابوس بیا تکرار شو. زما لور په عین عمر کې وه چې زه پخوا وم او د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل، سنګسار، قصاص او صحرايي محکمو ته یې سترګې ولګېدې.»هغې وویل: «د ښځو شل کلنې لاسته راوړنې له منځه ولاړې. لوستې او پوهې ښځې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه مدني اعتراضونو ته ووتلې او د ازادۍ نارې یې پورته کړې، خو دغه ترهګره ډله په پرلهپسې فرمانونو او بندیزونو سره يې پر ښځو فشارونه زیات کړل او له ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو یې لرې کړې. آن په کورونو کې یې د ساه اخیستلو ځای پرې نه ښود. دندې لرونکې ښځې له کاره وشړل شوې او بې سارې اقتصادي بیوزلي پر هېواد خپره شوه.»صنم کبیري ټینګار وکړ: «طالبانو دین د خپلې سیاسي واکمنۍ د ساتلو وسیله وګرځاوه او د افغانستان ښځې یې د خپلو موخو برمته کړې. ټول الهي او شرعي احکام یې نا مشروع وبلل او د خلکو لپاره یې پرته له زور او غیرانساني چلند بل څه حق ونه مانه. د ځوانانو او نوې نسل فردي ازادۍ یې واخیستې، هغه ښځې چې د خپلو حقونو لپاره یې غږ پورته کړ زنداني او زورزیاتی ورسره وشو.»هغې زیاته کړه: «طالبانو زما حق واخیست، زما هېواد واخیست، زما د ماشومتوب هیلې واخیستلې، زما ژبه واخیستله، زما هویت یې واخیست! خو د افغانستان زړورې ښځې په دې څلورو کلونو کې، له ډېرو قربانیو سره سره، له مبارزې لاس نه دی اخیستی او د خپلو حقونو، عدالت او انساني کرامت د ترلاسه کولو لپاره ولاړې دي.»صنم کبیري په ټینګار سره وویل: «ملاهبتالله لا هم هره ورځ د نوو فرمانونو په صادرولو او د بشري حقونو په ښکاره نقض سره واک په لاس کې لري. تر هغه چې یو ولسي او ټولو شمول حکومت جوړ نه شي، د افغانستان ښځې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او د خپل برمته شوی غږ اواز به نړۍ ته رسوي. موږ به د آزادۍ او برابري تر لاسته راوړلو پورې ودریږو.»د هغې په باور، د زمري پنځلسمه د افغانستان د خلکو لپاره یوه بله توره ورځ ده چې یو ځل بیا د دې هېواد د ښځو ظلم، تاوتریخوالی او مقاومت یادوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

