د افغانستان د ښځو د اعتراضي خوځښتونو خپلواک ائتلاف د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره د زمري پنځلسمه د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو د واکمنۍ د پیل ورځ وبلله او هغه یې «د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو توره ورځ» وبلله.دغه ائتلاف څرګنده کړه چې د طالبانو بېرته راتګ د تېرو شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې د وینا ازادۍ، زدهکړې، کار، سیاسي ګډون او د ښځو حقونه له منځه وړي دي.په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبان د ښځو ضد تګلارو او د منځنیو پېړیو قوانینو په پلي کولو سره د هېواد نیمایي وګړي له بنسټیزو انساني حقونو محروم کړي دي. نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع شوي، ښځې له کاري چاپېریالونو ایستل شوي، او لومړنۍ انساني ازادۍ هره ورځ د تاوتریخوالي او ترور په سیوري کې له منځه ځي.دې ائتلاف ټینګار کړی: «طالبان ملي او نړیوال مشروعیت نه لري، او له دې ډلې سره هر ډول سیاسي یا دیپلوماتیک تعامل د بشري حقونو او د افغانستان د خلکو د ارادې پر وړاندې ښکاره خیانت دی.» دوی ویلي چې د طالبانو واکمنۍ غیرقانوني او تحمیلي ده او یوازې د وسلو په زور او د سیمهییزو او نړیوالو تروریستي شبکو په ملاتړ پر خلکو تحمیل شوې ده.اعلامیه د افغانستان د ښځو پر مدني او سیاسي مبارزې هم ټینګار کړی او له ملګرو ملتونو، نړیوالو د بشري حقونو بنسټونو او دموکراتیکو دولتونو یې غوښتي چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې څخه ډډه وکړي او د افغانستان ښځو او خلکو ترڅنګ ودرېږي.په پای کې ائتلاف یادونه کړې چې «خپلواکي، عدالت او برابري یوازې د طالبانو د استبدادي واک د بشپړ نسکورېدو او د یوه ولسي او ځواب ویونکي نظام د جوړېدو سره ممکن دي» او ټینګار یې کړی چې مبارزه به تر هغې روانه وي څو د خپلواکۍ بیرغ د خلکو پر کورونو، ښوونځیو او زړونو باندې بېرته رپانده شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

