د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ، د زمري ۲۶مه، اعلان وکړ چې څلور تنه د کابل اوسېدونکي د نکاح نه بهر د اړیکو او غلا په تور په چهارآسیاب ولسوالۍ کې په دورو وهل شوي دي.د دې محکمې د خبرپاڼې له مخې، درې تنه له دغو کسانو څخه هر یو په درې کاله بند محکوم شوي او یو بل کس بیا په یو کال بند سربېره په ۳۹ دورو وهل شوی دی.دغه کړنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د «امنېسټي انټرنشنل» یا بخښنې نړیوال سازمان، له طالبانو غوښتي وو چې د خلکو پر وړاندې د بدني مجازاتو له تطبیق څخه لاس واخلي.په وروستیو میاشتو کې د خلکو په وړاندې د درو وهل په عام محضر کې په څرګند ډول زیات شوي، چې دا کار د مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو جدي اندېښنې راپارولي دي.د راپورونو له مخې، یوازې د یوه میاشت څخه په کمه موده کې، له ۷۸ زیات کسان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د همدې ډول مجازاتو لاندې راغلي دي.د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې دا ډول سزاوې نه یوازې د وګړو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د خلکو رواني امنیت زیانمنوي او ټولنه د سولې او ټولنیز ثبات له بهیر څخه لرې کوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

