راپورونه له بدخشان ولایت، د یمګان ولسوالۍ د کاوجوخان کلي څخه وایي چې د طالبانو د وسلهوالو کسانو په ډزو کې له شلو ډېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د ټپیانو په منځ کې دوه ځوانې نجونې هم شاملې دي.د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د لږ تر لږه اته تنو روغتیايي حالت ډېر نازک بلل کېږي. ځايي اوسېدونکو د ټپيانو انځورونه هم خپاره کړي چې د پېښې د جدي والي ښکارندويي کوي.سرچینې زیاتوي چې د طالبانو سیمهییز حکومت د خلکو د ارادې خلاف یو کس، غلاممحمد، د کلي د ملک په توګه ټاکلی و. کله چې د کلي اوسېدونکو د دې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړ، نوموړی د خپلو ملګرو برکت، حسیب هورخش او غلامحضرت سره یو ځای په خلکو ډزې وکړې. ویل کېږي چې یاد کسان له طالبانو سره نېغ تړاو لري او ځینې یې د یمګان ولسوالۍ د ادارې کارکوونکي دي.خلک وایي غلاممحمد په سیمه کې د «بدنام او بېاعتباره» کس په نوم پېژندل کېږي او د ملک مقام ته د رسېدو لپاره یې د بهارک ولسوالۍ یوه کور د یمګان ولسوال ته رشوت ورکړی دی.دا پېښه د طالبانو له لوري د ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه بله بېلګه بلل شوې ده. په ځانګړي ډول دا ځل ښځې او نجونې هم د دې تاوتریخوالي قربانیان شوې دي، چې د خلکو سخت غبرګون یې راپارولی دی.
په افغانستان کې د کورنیو سرپرستې ښځې؛ له کار کولو محرومې او د شپې ډوډۍ په اندېښنه کې
راپور ورکوونکې: صالحه امیري ماهګل د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې ده. وروسته له هغه چې د هغې مېړه...
Read more

