د افغانستان د آزادۍ جبهې د جمهوریت د سقوط د څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې له هغه وخته چې طالبان پر هېواد مسلط شوي، تر اوسه لږ تر لږه درې شپېته ښځې چې په پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو کې دندې درلودې، د دې ډلې د ترور ډلو لخوا وژل شوې دي.په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان ښځې او نجونې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې تر ټولو سترې قرباني شوي دي. هغوی نه یوازې له زدهکړې، کار او ټولنیز حضور محرومې شوې دي، بلکې په ډېرو برخو کې د مستقیمې زورونې، زورزیاتي، جنسي تېري او ترور موخه ګرځېدلي دي.دغه جبهه زیاتوي چې د خپلې څېړنیزې ډلې موندنې ښيي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو ښځینه غړي له سقوط وروسته په منظم ډول تعقیب او فزیکي له منځه وړل شوي دي. یوازې د تېر یوه کال په اوږدو کې، ګڼو برخو کې د ښځو د نیولو، زورزیاتي او بېدرکه کولو ثبت شوي دي.په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د طالبانو وسلهوال محتسبان د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» تر نامه لاندې ورځ تر بلې د افغانستان د ښځو پر «عزت او عفت» بریدونه کوي او د طالبانو قرارګاوې او زندانونه د دې هېواد د زړورو او پوهو ښځو او نجونو د تعرض او زورزیاتي پر مرکزونو بدل شوي دي. له همدې امله، د روان کال د پسرلي راهیسې د آزادۍ جبهې ځواکونه د طالبانو محتسبان د خپلو مشروعو موخو په کتار کې شمېرلي او په څو عملیاتو کې یې لږ تر لږه ۱۴ تنه له منځه وړي دي.د افغانستان د آزادۍ جبهه وايي، د طالبانو تګلارې په ښکاره توګه د «جنسیتي اپارتاید» بڼه لري او ښځې په بشپړ ډول له ټولنیز، ښوونيز او اقتصادي ژوند څخه لرې شوې دي. همدارنګه د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل پر نجونو، او د جبري او تر عمر ټیټو وادهونو تحمیل د افغانستان د ښځینه نسل راتلونکی د تباهۍ خواته وړي.دغه جبهه په پای کې په خپله اعلامیه کې ټینګار کوي چې د افغانستان د آزادۍ لپاره مبارزه او د ښځو او نارینهوو د خپلو برخلیکونو د ټاکلو حق بېرته ترلاسه کول به دوام لري، او زړورې او پوهې ښځې به د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د مقاومت او مبارزې اصلي ستن پاتې شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

