راوی زن پشتو
چهارشنبه 31 سرطان 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د افغانستان د ښځو د خلاصون او پراختیا بنسټ: د سقوط څلور کلنۍ، د انساني ارزښتونو د محو کېدو او د طالبانو د ظلم دوام نښه ده

26 اسد 1404
د افغانستان د سقوط څلورمه کلیزه؛ فعالان: «د طالبانو لوی زندان» په رسمیت مه پېژنئ

له هغه وخته چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د طالبانو لاس ته ولوېد، څلور کاله تېر شول؛ څلور کاله چې مدني بنسټونه یې د هېواد د معاصر تاریخ تر ټولو تیاره پړاو بولي.د افغانستان د ښځو د خلاصون او پراختیا بنسټ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې د کابل د سقوط ورځ یوازې د یوه سیاسي نظام پای نه و، بلکې په افغانستان کې د «انساني او بشري ارزښتونو زوال» و.دغه بنسټ ټینګار کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د سیاستونو تر ټولو سترې قربانيان د افغانستان ښځې وې؛ ښځې چې له لومړنیو بشري حقونو لکه زده‌کړې، کار، ټولنیز او سیاسي ګډون څخه محرومې شوې او په عملي ډول له ټولنې ایستل شوې دي.د دغه بنسټ په وینا، طالبانو د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، شخصي او کورنی ژوند تر سختو بندیزونو لاندې راوستی او د ولسي اعتراضونو ځواب یې په «فزیکي، رواني او جنسي زورزیاتي، زندان، پټو وژنو او خونړیو ځپنو» ورکړی دی. همدارنګه له دوو زرو زیات د پخواني دولت سرتېري پرته له قانوني څېړنې وژل شوي یا ورکېدلي دي او ګڼې کورنۍ د جبري کډوالۍ پر لور ټېل وهل شوې دي.یاد بنسټ طالبان په ملي او نړیواله کچه «یوه ترهګره ډله» بللې او ویلي یې دي چې دغه ډله اوس د افغانستان خلک په قصدي او پټه توګه تر بریدونو لاندې نیسي، بې له دې چې کومه حساب‌ورکونه موجوده وي.په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې طالبان نه د خلکو او ښځو مدني غوښتنو ته غوږ نیسي او نه د ښځو د وضعیت په اړه ځواب ویونکي دي. د دغه بنسټ په باور، د طالبانو په لید کې د ښځو ازادي یوازې په «خوړل، څښل او د طبي ملاتړ پرته زېږون» کې راخلاصه شوې ده.طالبانو هڅه کړې چې د نمایشي اقتصادي او تبلیغاتي پروژو په ترسره کولو د عامه ذهنیت ګډوډ کړي او له ځانه مثبت انځور وړاندې کړي، په داسې حال کې چې په عمل کې د دوی ځپنې او ایډیالوژیکې تګلارې دوام لري.د افغانستان د ښځو د خلاصون او پراختیا بنسټ خبرداری ورکړی چې د طالبانو په رسمیت پېژندل به د فاشیزم او ترهګرۍ په پیاوړتیا تمام شي؛ ځکه دا ډله د افغانستان د خلکو او ښځو ټولې غوښتنې سانسوروي او یوازې هغه څه مني چې له خپلې ایډیالوژۍ سره برابر وي.دغه بنسټ له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د وضعیت په اړه بې‌طرفه او واقعي راپورونه جوړ کړي او د هېوادونو له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې مخه ونیسي.په پای کې، دغه بنسټ اعلان کړی چې د افغانستان ښځې د طالباني نظام په دایره کې هېڅ ډول حق نه غواړي او د هېواد یوازینۍ د خلاصون لار د نظام بدلون او د یو ولسواک او دموکراتیک نظام جوړول ګڼي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In