ځايي سرچینې په کندز ولایت کې وایي چې طالبان یو ځوان د بهرنیو ګرځندویانو د ځورونې په تور نیولی دی.د طالبانو د امر به معروف او نهی از منکر وزارت په وینا، دغه ځوان د دوشنبې په سهار (۲۷ زمري) د کندز ښار په مرکز کې ونیول شو.د دغه وزارت ویاند په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې یاد کس په کندز بازار کې د څو بهرنیو ګرځندویانو سره ناوړه چلند کړی او د یوې ښځینه ګرځندوی په وړاندې یې غیراخلاقي حرکتونه کړي دي.دغه وزارت زیاتوي چې نیول شوی کس د نورو څیړنو لپاره د طالبانو عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوی دی.یادونه باید وشي چې څو ورځې مخکې هم طالبان په کابل کې یو بل ځوان د بهرنیو ګرځندویانو، په ځانګړي ډول څو چینایي اتباعو، د ځورونې په تور نیولی و. په هغه پېښه کې، وروسته له دې چې یوه ویدیو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه او ښودله چې ځوان د یوه چینایي ګرځندوی پر موټر لاس اچوي، مشکوک کس وپیژندل شو او ونیول شو.دا پېښې په داسې حال کې دي چې طالبان له یوې خوا هڅه کوي د بهرنیو ګرځندویانو د ورتګ زمینه برابره کړي، خو له بلې خوا د ټولنیزې امنیت نشتوالی او د ګرځندویانو لپاره مناسب فضا یوه جدي اندېښنه ګرځیدلې ده.له طالبانو وروسته، په ځینو ولایتونو کې د بهرنیو ګرځندویانو حضور زیات شوی، خو د واضح قوانینو نشتوالی، د خلکو ځورونه او ټولنیز بندیزونو د افغانستان د ګرځندویۍ انځور له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

