سرچینې په هرات کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرتېرو د یوه شخصي محفل پر مهال «جواد ناصري» سیمهییز سندرغاړی نیولی دی.د سرچینو په وینا، دغه پېښه د چهارشنبې په شپه، د زمري ۲۲مه، د هرات ښار په څنډه کې په یوه باغ کې رامنځته شوې ده. د هغوی په خبره، طالبانو هغه مهال پر ځای برید وکړ چې ناصري د ګډونوالو پر وړاندې سندرې ویلې او موسیقي یې غږوله.عیني شاهدان وايي، طالب سرتېرو په زور، د دورو وهلو او د وسلې په ګواښ سره نوموړی له ځان سره بیولی دی. تر اوسه د ناصري د وضعیت په اړه معلومات نشته او هغه د طالبانو په بند کې دی.دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د خلکو پر خوښیو او محفلونو برید کوي. له دې وړاندې هم دوی په هرات کې د ودونو او کورنیو غونډو پر مراسمو ورننوتي او د موسیقۍ د غږېدو له امله یې ګډونوال نیولي دي.طالبان موسیقي «حرام» بولي او په تکراري ډول یې د خلکو د موسيقۍ وسایل ضبط او سوځولي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

