د نړیوالو خبریالانو فدراسیون ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ څلورم کال کې د افغانستان خبریالان له پراخ ځورونو او فشارونو سره مخ دي.راپور ښيي چې طالبان رسنۍ محدودوي، سانسور زیاتوي او پر ښځینه خبریالانو بندیزونه لګوي. دې کارونو ډېرې رسنۍ وتړلې او سلګونه خبریالان مجبور شوي هېواد پرېږدي.په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان له رسنیو څخه نیمایي تړل شوي، پاتې ۴۷۰ رسنۍ یوازې د طالبانو د سختو لارښوونو سره سم محتوا خپروي. همدارنګه د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۹۰ د رسنیو او خبریالانو د حقونو سرغړونې ثبت کړي دي.فدراسیون د طالبانو نه غوښتي چې خبریالانو ته خوندي چاپېریال برابر کړي. دغه راپور خبرداری ورکوي چې د دې بندیزونو دوام کولی شي خپلواکه خبریالۍ بشپړه له منځه یوسي او د آزادو غږونو غږ بند کړي.د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله تېر شوي، خو د خبریالانو ملاتړ کوونکي ادارې وايي چې خبریالان له جدي بندیزونو او ګواښونو سره مخ دي، او نړیوالې ادارې د خپلواکه خبریالۍ د له منځه تلو او د سانسور د زیاتېدو په اړه اندېښنه لري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

