راوی زن پشتو
شنبه 19 ثور 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

ملګري ملتونه: د افغانستان د ښځو د حقونو بحران د «عادي کېدو» په حال کې دی

27 اسد 1404
یو ځوان په کندز کې د بهرنیو ګرځندویانو د ځورونې په تور د طالبانو له‌خوا ونیول شو

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو استازې په افغانستان کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې لګول شوې بندیزونه اوس د نړۍ تر ټولو جدي د ښځو د حقونو بحران بلل کېږي او دغه وضعیت ورو ورو د عادي کېدو په لور روان دی.سوزان فرګوسن، چې په افغانستان کې د دې ادارې استازې ده، د یکشنبې په ورځ (زمري ۲۶مه) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د پرله‌پسې فرمانونو په صادرولو سره ښځې او نجونې له بنسټیزو حقونو او له ټولنیز حضور څخه محرومې کړې دي.نوموړې زیاته کړه، د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» د قانون تصویب تېر کال د ښځو د منظم ایستلو د یوې نوې مرحلې پیل و. د هغې په وینا، ښځې اوس نه یوازې په ټولنیزو ځایونو کې، بلکې آن د کورنیو په فضا کې هم د ناامنۍ احساس کوي.فرګوسن ټینګار وکړ: «موږ باید اجازه ور نه کړو چې د ښځو د حقونو غصب د یوه عادي او د منلو وړ حالت په توګه وپېژندل شي.» هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو، د هغوی د کاروبارونو او د ښځو د حقونو د ملاتړ نهادونو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي؛ لکه د زده‌کړو بندیز، د کار محرومیت او د تګ راتګ جدي محدودیتونه.دا ګامونه د پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ شوي، خو نه یوازې درول شوي نه دي، بلکې لا پسې زیات شوي دي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In