د ایران له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې د فشارونو زیاتېدو سره، د هغوی جبري یا په خپله خوښه راستنیدل بیا د خبرو سرلیک شوی دی.اسکندر مومني، د ایران د کورنیو چارو وزیر، ویلي چې تر اوسه پورې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.د مومني په وینا، د دغو کډوالو ۷۰٪ په په خپله خوښه ډول هېواد ته راستانه شوي، او په لومړي پړاو کې د دوو میلیونو کډوالو د ایستلو پروګرام په جریان کې دی.دغه چارواکي ټینګار کړی چې د کډوالو راستنول به د بشري کرامت او احترام په ساتلو سره ترسره شي.خو د راستنېدونکو وضعیت او شرایطو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو په اړه اندېښنې لا هم لوړې دي.رزا اوتنبایوا، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، تازه د هرات ولایت د اسلامقلعه له سرحد څخه لیدنه کړې او د راستنېدونکو وضعیت په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.هغې همدارنګه د کډوالو او د هغوی د کورنیو لپاره د بېړنیو مرستو زیاتولو غوښتنه کړې ده.مخکې له دې هم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ د راستنېدونکو لپاره د عاجلو مرستو د برابرولو اړتیا په ګوته کړې وه.د افغان کډوالو له ایران څخه راستنیدل لا هم د جدي بشري او حقوقي ستونزې په توګه پاتې دي او د نړیوالې ټولنې پام او همکارۍ ته اړتیا لري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

