د پاکستان په کډوالو باندې د فشارونو زیاتیدو سره، مدني فعالان او د بشر حقونو مدافعان د آلمان او پاکستان له حکومتونو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو وضعیت ته ژر رسیدنه وکړي.دغه فعالان ویلي چې له دوه زره څخه زیات افغان کډوال د آلمان د حکومت له خوا د منلو لیکونه لري، خو د لیږد په مسیر کې له جدي ستونزو سره مخ دي.راپورونه ښيي چې د پاکستان پولیس ځینې کډوال چې د آلمان د لیږد انتظار کې وو، نیولي، ځینې یې «بیو میټرک کمپ» ته لیږدولي او یو شمېر یې افغانستان ته هم ستانه شوي دي.مدني فعالان غوښتنه کړې چې د کډوالو د ایستلو مخنیوی وشي او امنیت یې خوندي شي. مخکې هم د یوې آلماني بشري حقونو ډلې ویلي چې ګڼ شمېر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج شوي، حال دا چې د آلمان لپاره انتظار کې وو.د افغان کډوالو آلمان ته لیږد لا هم د نړیوالې ټولنې لپاره یوه جدي بشري او حقوقي ننګونه ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

