د بشري حقونو سازمان ههنگاو په خپل تازه راپور کې ويلي، له ۲۰۲۵م کال راهيسې تر اوسه لږ تر لږه ۸۰۰ کسان په ايران کې اعدام شوي دي، چې له دې شمېرې څخه ۴۶ تنه د افغانستان اتباع دي.د راپور له مخې، د اعدام شويو کسانو په منځ کې لږ تر لږه ۳۰ سياسي او عقيدتي بنديان، ۲۲ مېرمنې او يو ماشوم هم شامل دي.ههنگاو د ايران د اعدامونو د ډېرېدو له کبله ژوره اندېښنه ښودلې او له کورنيو او نړيوالو مدني او ديموکراتيکو بنسټونو يې غوښتنه کړې چې د دې کړنو پر وړاندې جدي او قاطع دريځ خپل کړي.په وروستيو کلونو کې د ايران د اعدامونو موضوع ډېره لانجمنه شوې ده. د بشري حقونو سازمانونو بيا بيا خبرداری ورکړی چې د اعدامونو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي، په ځانګړي ډول د اقليتونو او سياسي بنديانو په منځ کې.د دې سازمان په وينا، افغانان د ايران د کډوالۍ د پراخ شتون له امله په ګڼو قضيو کې د درنو تورونو او د اعدام د سزا له ګواښ سره مخامخ کېږي. د راپورونو پر بنسټ، ډېری دغه اعدامونه د متهمانو د قانوني حقونو له بشپړې مراعت پرته ترسره کېږي او کورنۍ يې د وکيل له نشتون او محدود اطلاعرسونې څخه شکايت لري.دا حالت د سيمې او نړۍ په کچه پراخې اندېښنې راپورته کړي دي. د افغان او ايراني بشري حقونو سازمانونو په وار وار ټينګار کړی چې بايد د دې بهير ژر تر ژره درول وشي.په داسې حال کې چې د ايران چارواکي ټينګار کوي چې دغه اعدامونه د قانون په چوکاټ کې تر سره کېږي، د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې د دې لړۍ دوام، په ځانګړي ډول د بهرنيو اتباعو پر ضد، کولای شي يوه لويه انساني کړکېچ رامنځته کړي چې د نړيوالې ټولنې سمدستي پاملرنې ته اړتيا لري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

