د کاناډا رجاینا پوهنتون د ښځو د حقونو له يوې مدافع ډلې سره په ګډه هڅه کوي څو ۳۰ افغانې زده کړیالانې چې د امريکا د مالي مرستو تر قطع کېدو وروسته په قطر کې بند پاتې دي، کاناډا ته ولېږدوي.يادې زده کړیالانې له مالي ملاتړ د درېدلو وروسته په نامعلوم برخليک کې پاتې شوې او د هغوی د زده کړو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ دی.رجاینا پوهنتون وړانديز کړی چې دغه نجونې دې په کاناډا کې د ساسکچوان په ښار کې خپلې زدهکړې پرمخ يوسي.فريبا رضايي، چې په وانکوور کې د «د سبا ښځينه مشران» ډلې بنسټ اېښودونکې ده، ويلي چې دوی د دغو زده کړیالانو د فیس د ورکولو لپاره د ۱۴۰ زرو تر ۵۰۰ زرو کاناډايي ډالرو ترمنځ مرسته راټوله کړې ده. رجاینا پوهنتون هم د دوی د منلو چمتووالی ښودلی دی.وروسته له هغې چې امريکا له افغانستانه مالي مرستې قطع کړې، ډېرې ښوونيزې پروژې او د ښځو د ملاتړ پروګرامونه ودرول شو.دغه درېدنه د دې لامل شوه چې د ښځو او نجونو زدهکړې له جدي ستونزو سره مخ شي. اوس د ښځو د حقونو مدافع ډلې او پوهنتونونه هڅه کوي چې د دغو نجونو د زدهکړو بهير بېرته پرانيزي او له زدهکړې پاتې کېدو يې مخه ونيسي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

