د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۸ زمري، د هېواد د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت یو پیغام خپور کړی او ټینګار یې کړی چې د نجونو او هلکانو زدهکړه د افغانستان د خپلواکۍ او پرمختګ اساسي شرط دی.کرزي په خپل پیغام کې لیکلي چې د افغانستان ازادي او خپلواکي هغه وخت خوندي کېږي چې هېواد یو روزل شوی بشري ځواک ولري، او دا موخه یوازې د ټولو افغانو ماشومانو د برابرې زدهکړې په برابرولو ترلاسه کېدای شي.هغه د افغانانو د تاریخي مبارزو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې ستر میراث ساتل د ملي یووالي، د خلکو ترمنځ د تفاهم، او د ځوان نسل لپاره د زدهکړې او تخصص د فرصتونو په برابرولو کې نغښتی دی.کرزي ټینګار کړی چې افغانستان به هغه وخت دایمي سولې او ریښتینې ثبات ته ورسېږي چې د دې هېواد ټول وګړي، په ځانګړي ډول نجونې، د زدهکړې له حق څخه محروم نه وي او وکولای شي د هېواد د روښانه راتلونکي په جوړولو کې ونډه واخلي.یادونه ده چې له کله نه چې طالبان په اګست ۲۰۲۱ کې پر افغانستان واکمن شوي، د شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې یې بندې کړې دي. دا پرېکړه د طالبانو له تر ټولو جنجالي اقداماتو څخه بلل کېږي چې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي، خو لا هم میلیونونه افغانې نجونې له زدهکړې محرومې پاتې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

