د طالبانو رسمي سرچینو اعلان کړی چې یو سړی په کاپیسا ولایت کې د «واده څخه د باندې اړیکې» په تور د دورو سزا وهل شوی دی.د طالبانو د سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (۲۷ زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه سړی د کاپیسا د لمړۍ حصه ولسوالۍ په محکمه کې د شپږو میاشتو بند او ۳۹ دورو سزا وهل شوی دی.د طالبانو چارواکو ویلي چې دا حکم د دوسیې له څېړلو وروسته د هغوی د محکمو له خوا صادر او عملي شوی دی.له هغه وروسته چې طالبان په اګست ۲۰۲۱ کې پر افغانستان واکمن شوي، د سختو سزاوو لکه په دورو وهل، سنګسار او علني اعدام د عملي کېدو لړۍ بیا پیل شوې ده.طالبان دغه ګام د خپلې سختې شریعت پالنې پر بنسټ د «شرعي حدودو تطبیق» بولي، خو کورني او نړیوال د بشري حقونو بنسټونه یې تل غندنه کوي.د بشري حقونو سازمانونو څوځله ټینګار کړی چې په دورو وهل او نورې فزیکي سزاوې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف دي. د ملګرو ملتونو سازمان څو ځله له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاوې سمدستي بندې کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

