په یوه زړهبوږنوونکې پېښه کې چې د هرات د ګذرې ولسوالۍ په حلقوي سړک کې رامنځته شوه، یو ملي بس چې له ایران څخه ستانه شوي کډوال یې لېږدول، له سخت ټکر او اورلګېدنې سره مخ شو.ځايي چارواکو ویلي چې د قربانیانو په منځ کې ۱۹ ماشومان هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.دغه ملي بس لومړی له یوه موټرسایکل او وروسته له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی او په پایله کې یوازې درې سپرلۍ ژوندي پاتې شوي چې روغتیایي حالت یې ډېر نازک بلل شوی دی.د موټرسایکل دوه سپرلۍ او د باروړونکي موټر دوه تنه هم په دې پېښه کې مړه شوي دي.چارواکي د ټکر لامل د موټر چلوونکي تېز رفتار او بې احتیاطي ګڼي. یاد ملي بس له اسلامقلعې پوله څخه کابل ته روان و او قربانیان د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي ول.یاده پېښه په څو میاشتو کې دوهم خونړی ټکر دی چې د ایران څخه د ستنېدونکو کسانو ژوند اخلي او یو ځل بیا د هېواد د لارو د خوندیتوب او د ترانسپورتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

