د طالبانو د سرچينو په وینا، په تېر يوه شپهورځ کې سلګونه افغان کورنۍ چې په ګاونډيو هېوادونو کې مېشتې وې، د بېلابېلو پولو له لارې افغانستان ته راستانه شوې دي.د طالبانو د کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور له مخې، يوازې د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۹مه نېټه، ټولې ۹۹۷ افغان کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.د دې له جملې، ۲۴۵ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۵۸ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک له لارې، ۱۲۳ کورنۍ د نيمروز د پل ابریشم له لارې، يوه کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې او ۵۷۰ کورنۍ د هرات د اسلامقلعې له لارې افغانستان ته راستانه شوې دي.د دې نه يوه ورځ وړاندې هم لسګونه نورې کورنۍ په ورته شرایطو کې هېواد ته ستنې شوې وې.په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر زور اخیستی دی. پاکستان او ایران چې د افغان کډوالو لوی شمېر يې ځاي پرځای کړی، پر دغو کډوالو پرلهپسې سختې تګلارې عملي کړې دي. دغه کړنې د زرګونو افغان کډوالو نیول، زندان ته اچول او جبري ایستل په کې شامل دي.د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، ميليونونه افغان کډوال په ګاونډيو هېوادونو کې د استوګنې، کار او زدهکړو له ستونزو سره مخ دي. د هغوی جبري ستنېدل په داسې حال کې ترسره کېږي چې د هېواد اقتصادي او امنیتي وضعیت لا هم کړکېچن دی.دا بهیر د بشري حقونو د نړيوالو بنسټونو او د مرستندویو ادارو جدي اندېښنې راپارولي او هغوی خبرداری ورکړی چې د کډوالو ډلهییز بېرته ستنېدل، پرته له دې چې د ژوند د اړتیاوو او لومړنیو خدمتونو زمینه برابره شي، کولای شي په افغانستان کې د بشري بحران کچه نوره هم ژوره کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

