د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ د ارزګان ولایت د ترینکوټ ولسوالۍ د کورنۍ روغتیا یو نوی مرکز پرانیست، څو میندو او ماشومانو ته اړین روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.د دې ادارې د راپور له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ «د زمري په ۳۰مه» د ایکس په پاڼه کې خپور شوی، دغه مرکز د شاوخوا ۲۸۰۰ ښځو لپاره د امیندوارۍ او د زیږون وروسته د پاملرنې خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.د مرکز د جوړېدو پر مهال ویل شوي چې ډېر شمېر افغان ښځې، په ځانګړې توګه د کلیو اوسیدونکې، لا هم کافي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او دا حالت د میندو د مړینې کچه لوړه کړې ده.نوریه، چې د ترینکوټ یوه اوسیدونکې ده، وايي: «دغه مرکز به زموږ ژوند بدل کړي. مخکې به موږ کیلومترونه لاره وهله څو یوې کلینیک ته ورسېږو، خو اوس روغتیایي خدمتونه زموږ د کور ترڅنګ دي او موږ او زموږ ماشومان به خوندي یو.»د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق چارواکي ټینګار کړی چې د ورته مرکزونو جوړول په نورو ولایتونو کې هم د میندو د مړینې د کمېدو او د میندو او ماشومانو د روغتیا د ښه کېدو لپاره مهم رول لوبوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

