د ملاله یوسفزۍ بنسټ، چې د ښځو د حقونو وتلې مدافعه او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ده، اعلان یې کړی چې له ۳.۲۶ میلیونه ډالرو څخه ډېره مالي مرسته د افغانستان د نجونو د زدهکړې د ملاتړ لپاره یې ځانګړې کړي دي.یاده مرسته د دغه بنسټ د نړیوال پروګرام یوه برخه ده چې د مرستو په بڼه د کورنیو او نړیوالو ادارو له لارې لګول کېږي، څو د طالبانو د ښوونیز بندیزونو پر وړاندې د افغان نجونو غږ نور هم لوړ شي.سحر حلیمزی، چې د ملالې په صندوق کې د افغانستان د نوښت مشره ده، ویلي: «دا بنسټ د هغو نجونو ترڅنګ ولاړ دی چې د جنسي توپیر پر ضد مبارزه کوي او عدالت غواړي.»د دې بنسټ په وینا، د صندوق نوي شریکان اوس مهال په افغانستان کې له لس زرو ډېرې نجونې د حضوري او آنلاین زدهکړو له لارې تر پوښښ لاندې راولي.ملالې بنسټ ټینګار کړی چې د «جنسي توپیرپالنې» په رسمیت پېژندل نه یوازې د طالبانو د حسابورکولو لپاره مهم دي، بلکې پر نړیوالو مرستو، دیپلماتیکو اړیکو او د افغان کډوالو د خوندیتوب پر بهیر هم اغېز لري.دغه مرسته د ملالې د صندوق د نوي پنځه کلن تګلارې برخه ده چې موخه یې د نجونو د ښونیزو حقونو د خوندیتوب لپاره په نړیواله کچه ۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کول دي.ملاله یوسفزۍ په وروستیو کلونو کې بیا بیا له نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې چې د طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې تګلاره د «جنسي توپیرپالنې» په نوم په رسمیت وپېژني.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

