راوی زن پشتو
سه‌شنبه 1 ثور 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د کډوالو ستنېدل دوام؛ نږدې ۱۷۰۰ کورنۍ په یوه ورځ افغانستان ته ستنې شوې

1 سنبله 1404
د «ارغواني شنبې» خوځښت: د اسلام‌اباد ناسته د ښځو د ملاتړ او پر طالبانو د فشار لپاره یوه موقع ده

د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ له ایران او پاکستانه دوام لري، او پرون (جمعه، د زمري ۳۱مه) نږدې ۱۷۰۰ کورنۍ افغانستان ته دننه شوې دي.د باختر دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، ۹۱۸ کورنۍ د اسلام‌قلعه له لارې، ۱۴۱ کورنۍ د پل ابریشم له لارې له ایران، ۵۴۱ کورنۍ د تورخم له لارې او ۹۳ کورنۍ د سپین‌بولډک له لارې له پاکستانه هېواد ته راغلې دي.دغه شمېر د تېرو ورځو په پرتله ډېر دی، ځکه چې په وروستیو ورځو کې د بېرته ستنېدونکو کورنیو شمېر له زرو کم و.د بېرته ستنېدنې بهیر په داسې حال کې زیات شوی چې د کډوالو د وتلو ضرب‌الاجل په ایران او پاکستان کې پای ته نژدې کېږي. ایران کډوالو ته تر د وږي ۱۵مې پورې مهلت ورکړی او پاکستان هم د «پی‌اوآر» کارت لرونکو اقامت تر د سپتمبر لومړۍ نېټې پورې غځولی دی. له دې وروسته به د ایستلو لړۍ پيل شي.ایراني چارواکو ویلي چې تر اوسه شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغان کډوال له ایران بېرته ستانه شوي او تمه ده نږدې ۸۰۰ زره نور هم په روان کال کې ستانه شي.په پاکستان کې د «پی‌اوآر» کارت لرونکو شمېر له یو میلیونه زیات بلل شوی، چې د اقامت له پای ته رسېدو وروسته د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.د کډوالو نړيوال سازمان ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې نږدې څلور میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي.یاده دې وي چې د افغان کډوالو له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدل د افغانستان پر یو لوی ټولنیز او اقتصادي ګواښ بدل شوی دی. ډېری کورنۍ له د استوګنځای، روغتیایي او تعلیمي خدمتونو له کمښت سره مخ دي. د ناڅاپي ستنېدنې بهیر پر ښارونو او پولو فشار زیات کړی او نړيوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د بشري ناورین د مدیریت او د ستنېدونکو د ملاتړ لپاره بیړني ګامونه اړین دي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In