د غزني د چارواکو په وینا، په دغه ولایت کې یو سړی او یوه ښځه د واده له چوکاټه بهر د اړیکې له امله مجازات شوي دي.د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، چې د شنبې په ورځ د وږي په لومړۍ نېټه خپره شوې، دغه دواړه کسان د «زنا» په تړاو هر یو په درې میاشتې بند او ۳۰ دورو محکوم شوي دي.یاده پېښه د هغو تازه پېښو څخه ده چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو سزاوو د پلي کولو راپورونه ترې ورکول کېږي.له ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې د واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته، په ګڼو ولایتونو کې، په ځانګړې توګه بدخشان، کندوز، فاریاب او غزني کې د ښځو او سړیو د دورو وهل کېدو راپورونه خپاره شوي دي.سره له دې چې د بشري حقونو سازمانونه او ملګري ملتونه په وار وار پر دې ډول سزاوو سختې نیوکې کړې او دا یې «غیرانساني او د نړیوالو بشري معیارونو خلاف» بللي، خو مجازات لکه د دورو وهلو، سنګسار او قصاص لا هم دوام لري.حقوقي کارپوهان وایي چې د دې ډول سزاوو دوام نه یوازې د فردي آزادۍ تر فشار لاندې راولي، بلکې په ټولنه کې د وېري او تاوتریخوالي فضا هم پیاوړې کوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

