د طالبانو سترې محکمې تأیید کړې چې د شنبې په ورځ، د وږي په لومړۍ نېټه، په بغلان ولایت کې یوه ښځې او یو سړی د «نامشروع اړیکې» په تور د خلکو پر وړاندې په دورې ووهل.دا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د علني سزاګانو تازه پېښه بلل کېږي.د سترې محکمې د اعلامیې له مخې، د بغلان ښار لومړنۍ محکمې یادو کسانو ته د ۳۵ دورو ترڅنګ درې میاشتې تنفیذي بند ټاکلی و، چې حکم یې د خلکو او ځايي چارواکو په حضور کې عملي شو.سترې محکمې په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې تر دې وړاندې په نورو ولایتونو لکه غزني کې هم ورته حکمونه په ملأعام عملي شوي دي.له ۲۰۲۱ کال وروسته، طالبان څو ځله د سزاوو لکه دورو وهل د سړو او ښځو پر وړاندې د خلکو په حضور کې عملي کړي دي. تر اوسه لسګونه کسان د «نامشروع اړیکې»، «غلا» او «اخلاقي فساد» په تور د سلګونو کسانو په وړاندې په دورې وهل شوي دي.سربېره پر دې، طالبانو څو ځل د اعدام سزا هم د ورزشي ډګرونو او جوماتونو په انګړونو کې د خلکو په وړاندې عملي کړې چې د کورنیو او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.یاد بنسټونه بیا بیا ویلي چې د علني سزاوو لکه دورې وهل او اعدام عملي کول د انساني کرامت خلاف او د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.هغوی له طالبانو غوښتي چې د دې ډول سختو سزاوو پر ځای دې د نړیوالو بشري حقونو قوانینو ته درناوی وشي.سره له دې چې د بغلان او نورو ولایتونو په کچه د دورې سزا د طالبانو له لوري د «شرعي حدودو عملي کول» بلل کېږي، ګڼ شمېر هېوادوال وايي دغه ګامونه د وېرې او ټولنیز فشار فضا زیاته کړې او ډېر وخت ښځې یې تر ټولو زیاتې اغېزمنې کړي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

