راوی زن پشتو
دوشنبه 19 اسد 1405
فارسی
EN
No Result
View All Result
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د افغانستان د آزادۍ غورځنګ: طالبان د محمد داوود له مړي سره «څرګنده بې‌حرمتي» وکړه

2 سنبله 1404
په بغلان کې طالبانو یوې ښځې او یو سړي ته د دورې سزا ورکړه

د افغانستان د آزادۍ غورځنګ د محمد داوود د وژل کېدو په تړاو طالبان د «بشري حقونو ښکاره سرغړونکي» بللي او د هغوی کړنه یې د «انساني او اسلامي ارزښتونو ښکاره سپکاوی» نومولی ده.یاد غورځنګ د شنبې په ورځ، د وږي په لومړۍ نېټه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې محمد داوود د طالبانو پر وړاندې یو فعال څېره و، چې په ګڼو نظامي عملیاتو کې یې ونډه لرله.د دغه غورځنګ په وینا، د داوود وروستی عملیات د طالبانو د یوه قوماندان حسن په وژل کېدو پای ته ورسېد، چې په هرات کې یې د امنیت د لسمې حوزې مشري کوله او د خپلو ساتونکو سره یو ځای ووژل شو.په اعلامیه کې راغلي چې محمد داوود د طالبانو د یوه «استخباراتي همکار د خیانت» له لارې په نښه شو او د جمعې په ورځ د طالبانو له افرادو سره په نښته کې لومړی ټپي او وروسته په ډزو ووژل شو. د افغانستان د آزادۍ غورځنګ زیاتوي چې د خیانت عامل د تېرې شپې لخوا د دوی له خوا وپېژندل شو او ووژل شو.یاد غورځنګ طالبان تورن کړي چې له وژلو وروسته یې د داوود مړی په سړک کش کړ او بیا یې د ښار په یوه میدان کې ځړولی دی، چې د دوی په باور «د اسلامي، انساني او بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دی».د هرات ځايي سرچینو هم ویلي چې طالبانو د جمعې په ورځ د یوه سړي مړی، چې د مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور یې ډزې پرې کړې وې، د دې ښار د کندهار دروازې ته نژدې په یوه زاړه ټانک ځړولی و. عیني شاهدانو ویلي چې طالبانو په مړي باندې پښې وهل او ځینو خلکو له دې صحنې ویډیو ثبتوله.په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د مړي پر شا یو کاغذ لګول شوی چې ورباندې لیکل شوي: «مرګ پر د افغانستان د آزادۍ غورځنګ».خو د طالبانو د هرات امنیه قوماندانۍ په ټولنیزې شبکې (اکس) کې ادعا کړې چې وژل شوی کس «د غلا په تور شکمن» و او د خلکو د «اطلاع ورکولو» له مخې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

خبرنامه


© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In