د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام خبرداری ورکړی چې د مناسب استوګنځي نشتوالی د هغو افغان کډوالو د بیا ادغام پر لاره تر ټولو ستر خنډ دی چې هېواد ته بېرته ستنېږي.دغه بنسټ نن (یکشنبه، د وږي ۲مه) په یوه پیغام کې ویلي، کډوال هغه مهال کولای شي نوې ژوند ته پیل وکړي چې لومړی د یوې خوندي استوګن ځای ته لاسرسی ولري.استفاني لوز، د یاد پروګرام مشره، ټینګار کړی چې کور او خوندي پناه یوازې یوه عاجله اړتیا نه ده، بلکې د بېرته ستنېدونکو کورنیو د باعزته ژوند د پیل نهجلا کېدونکی برخه ګڼل کېږي. هغې زیاته کړې چې ګڼ شمېر کډوال له بېرته ستنېدو وروسته هېڅ د اوسېدو ځای نه لري.د نړیوال کډوالۍ سازمان شمېرې ښيي چې له سپتمبر ۲۰۲۳ تر اوسه له څلورو میلیونو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي. یوازې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې تر یو نیم میلیونه ډېر کسان بېرته راستانه شوي او د پاکستان د تازه پرېکړې له مخې چې د کډوالو د اوسېدو اجازه ختموي، تمه ده نږدې یو میلیون نور هم د ستنېدو پر مجبور شي.ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه ژر ملاتړ برابر نه کړي او د سیمې هېوادونه همکاري ونه کړي، د کډوالو د بېرته ستنېدو روان بحران ښايي په یوه پراخ انساني ناورین بدل شي.اوس مهال د کورونو نشتوالی او د کرايې بیو چټک لوړوالی د ستنېدونکو له اساسي ستونزو څخه دي، چې ډېری افغان ښارونه یې له سخت فشار سره مخامخ کړي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

