راوی زن پشتو
جمعه 22 حوت 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د روغتيا نړيوال سازمان: د کډوالو پراخ ستنېدل د افغانستان پوله له روغتيايي بحران سره مخامخ کړې

2 سنبله 1404
په بغلان کې طالبانو یوې ښځې او یو سړي ته د دورې سزا ورکړه

د روغتيا نړيوال سازمان په يو تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو د پراخ ستنېدو لړۍ له ايران او پاکستانه، د هېواد پولې له جدي روغتيايي ستونزو سره مخ کړې ده.ياد سازمان د يکشنبې په ورځ، د وږي په دويمه نېټه، ويلي چې يوازې د روان کال د اګست مياشتې په نيمایي کې له پنځو اصلي لارو څخه تر ۱۰۶ زرو ډېر کسان افغانستان ته داخل شوي دي. د راپور له مخې، د دغو کسانو شاوخوا ۸۳.۷ سلنه له ايران او ۱۶.۳ سلنه له پاکستانه بېرته راستانه شوي دي.راپور زياتوي، سره له دې چې د جولای په پرتله د ستنېدونکو کډوالو عمومي شمېر کم شوی، خو د تورخم له لارې د ستنېدونکو کډوالو شمېر نږدې درې چنده زيات شوی دی.نړيوال روغتيا سازمان د اړين دواګانو کمښت، د ښځينه روغتيايي کارکوونکو د شتون بندیز او د جنسيت پر بنسټ د خدمتونو نشتوالی د تورخم په پوله کې له سترو ننګونو څخه ګڼلي دي. د تېرې څو اوونيو په ترڅ کې هلته ۵۶۶ بسترې مشورې ترسره شوې دي چې ډېری یې د تنفسي ناروغیو او سختې اوبیزې نس‌نستۍ (اسهال) په اړه وې. سربېره پر دې، له ۲۰ زرو زياتو کسانو د سرې ګډې او د پوليو واکسين ترلاسه کړی دی.په اسلام‌قلعه پوله کې هم شاوخوا ۱۰۷۹ کسانو ته لومړني روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي او نږدې ۳۰۰ تنه چې له ټپونو او فزیکي ستونزو سره مخ ول، تداوي شوي دي. دغه راز، د لسو کلونو څخه کم ۲۴ زره ماشومانو ته واکسين ورکړل شوی دی.په سپين‌بولدک او ميلک پولو کې هم زرګونو کسانو ورته روغتيايي خدمتونه تر لاسه کړي دي. يوازې په سپين‌بولدک کې ۸۶۸۳ بسترې مشورې ترسره شوي او له ۲۲ زرو زيات کسان واکسين شوي دي. نړيوال روغتيا سازمان په دې برخو کې د ښځينه کارکوونکو پر شتون او د يو ځای شويو روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار کړی دی.راپور همدارنګه د ساري ناروغیو د مهار لپاره د ايزولاسيون خونو نشتوالی او د هغو کسانو لپاره د امکاناتو کمښت چې له معلوليت يا رواني ـ ټولنيزو ستونزو سره مخ دي، د ميلک په پوله کې له عمده ستونزو ګڼلی دی او پر دې برخه کې یې د لا زياتو پانګونو غوښتنه کړې ده.د نړيوال روغتيا سازمان په باور، که د کډوالو ستنېدل دوام وکړي او د پولو روغتيايي ظرفيتونه پياوړي نه شي، د ساري ناروغيو د خپرېدو او د پراخو انساني بحرانونو د رامنځته کېدو جدي خطر موجود دی.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In