راوی زن پشتو
چهارشنبه 23 ثور 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره: د تلپاتې سولې لپاره د ښځو حضور حیاتي دی

2 سنبله 1404
په بغلان کې طالبانو یوې ښځې او یو سړي ته د دورې سزا ورکړه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل رسمي اکس‌پاڼه کې په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې جګړې تر ټولو ډېر زیان ښځو او نجونو ته رسوي، خو په عین وخت کې ښځې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د سولې غوښتنې او د جګړو وروسته د ټولنو د بیا رغونې په ډګر کې مخکښ رول لوبوي.په پیغام کې راغلي: «جګړه د ښځو او نجونو پر ژوند ویجاړونکي اغېز لري. سره له دې، ښځې په ټوله نړۍ کې د سولې د غورځنګونو مخکښې دي او د جګړو وروسته د ټولنو په بیا رغونه کې مهم رول لري.»ملګري ملتونه د بېلابېلو هېوادونو د تجربو په یادولو سره خبرداری ورکوي چې پرته له جدي ګډون څخه د ښځو، نه تلپاتې سوله تر لاسه کېدای شي او نه هم ریښتینې برابري. دغه اداره وایي د ښځو حضور د خبرو مېز ته یواځې د جنسي عدالت لامل نه ګرځي، بلکې د سولې د هوکړو کیفیت او دوام هم تضمینوي.د ملګرو ملتونو کارپوهان ټینګار کوي چې ښځې د جګړو پر مهال او له هغې وروسته د نورو ټولو قشرونو په پرتله ډېر بارونه پر اوږو وړي ـ له کډوالۍ او بې‌سرپناهۍ نیولې تر تبعیض، تاوتریخوالي او فقره. خو شواهد ښيي چې هرکله ښځو په لوړو سیاسي پرېکړو، په ځانګړې توګه د سولې په خبرو کې برخه لرلې، هوکړې یې ډېرې تلپاتې وې او د ټولنیزې او اقتصادي بیا رغونې بهیر هم چټک شوی دی.ملګرو ملتونو یو ځل بیا له حکومتونو او جګړه کې ښکېلو ډلو غوښتی چې د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک پر بنسټ خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د سولې له خبرو تر بیا رغونې پورې په ټولو پړاوونو کې د ښځو ونډه ډاډمنه کړي.دغه اداره همدارنګه نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکوي چې که ښځې د پرېکړو له مېزونو لیرې وساتل شي، ریښتینی صلح او تلپاتې برابري به ناشونې پاتې شي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In