د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، په کابل ښار کې یې دوه کسان د دې په تور نیولي چې د «جادوګرۍ» اړوند کتابونه او وسایل یې پټ پلورل.د دغه وزارت په وینا، پېښه د یکشنبې په ورځ ( د وږي ٢) د پلازمېنې په کوټهسنګي سیمه کې رامنځته شوې ده.د وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر ویلي، چې د ځايي اوسېدونکو د معلوماتو او همکارۍ په پایله کې د طالبانو د امر بالمعروف کسانو د دغو کسانو «پټ ځای» وموند، چې له هغه ځایه ګڼ شمېر کتابونه او د جادو اړوند توکي ترلاسه شو.نوموړي زیاته کړې چې یاد توکي تر موندلو وروسته وسوځول شول او نیول شوي کسان د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.یاده دې وي چې په تېرو کلونو کې هم طالبانو په بیلابیلو ولایتونو کې څو ځله کسان د «جادوګرۍ» او یا د جادويي توکو د پلور ادعاوو له امله نیولي او سزا یې ورکړې ده.طالبان دغه کړنې د «خرافاتو او د شریعت خلاف اعمالو له ټولنې پاکول» بولي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

