اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د افغانماشومانو د ملاتړ لپاره، کوم چې د کډوالۍ او بېرته ستنېدو پر مهال له جدي خطرونو سره مخ دي، ۱۰ میلیونه یورو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ته ورکوي.د اروپايي ټولنې په وینا، دا تازه مرسته د «په خوځښت کې د افغان ماشومانو» د پروګرام درېیم پړاو پیلوي، چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د دې ټولنې ټولې پانګونې په دغه پروګرام کې ۳۸ میلیونه یورو ته رسېږي.د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په راتلونکو درېیو کلونو کې به دغه پروژه د سرحدي تېرېدونکو بېسرپرسته ماشومانو عاجله پاملرنه، په ۱۲ ولایتونو کې د زدهکړې او روغتیايي خدمتونو برابرول، او د شاوخوا ۱۸۰ زره ماشومانو او د هغوی د کورنیو د بیا ادغام او د وړتیاوو د پیاوړتیا مرسته پر ځان راونغاړي.اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی چې بېسرپرسته ماشومان د کافي ملاتړ په نشت کې د تاوتریخوالي، ناوړه ګټې اخیستنې او بېپامۍ له جدي ګواښونو سره مخ دي.اریك بیوم، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د همکارۍ مسوول ویلي: «دا نوې مرسته زموږ د ژمنې یوه برخه ده څو ډاډ ترلاسه کړو چې کډوال د اساسي خدمتونو ته لاسرسی او ماشومان تلپاتې ملاتړ ترلاسه کړي.»له بلې خوا، ډاکټر تاجالدین اویواله، په افغانستان کې د یونیسف استازي ټینګار کړی چې یوازې په روان کال کې له دوو میلیونو ډېر کډوال چې نیم میلیون ماشومان یې جوړوي، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي او «هر ماشوم باید د ساتنې، پاملرنې او د وده کولو د فرصت حق ولري.»دا د اروپايي ټولنې ګام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کډوالو د بېرته ستنېدو د څپې له زور اخیستو سره، په افغانستان کې د ماشومانو د عاجلو حمایوي خدمتونو اړتیا هم په بېساري ډول لوړه شوې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

