راوی زن پشتو
جمعه 22 حوت 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د کډوالو نړیوال سازمان: له پاکستانه راستانه شویو زرګونو افغان مېرمنو سره مرسته شوې ده

3 سنبله 1404
د هرات ښار چټکه وده نوې فرصتونه او ننګونې رامنځته کړي دي

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې له تېر کال د نومبر میاشتې راپدیخوا یې له پنځه زره او ۶۲۷ افغان مېرمنو سره، چې له پاکستانه هېواد ته راستانه شوې دي، ملاتړ کړی دی. دغه ملاتړ د ملګرو ملتونو د ښځو له څانګې سره په نږدې همکارۍ برابر شوی دی.د یاد سازمان د چارواکو په وینا، د ملاتړ پروګرامونه روغتیایي خدمتونه، رواني مشورې او د بېرته د عادي ژوند په جوړولو کې مرسته رانغاړي.دغه مرستې هغو مېرمنو او نجونو ته نوې د بیا ژوند کولو موقع برابروي، چې د اقتصادي، امنیتي یا ټولنیزو ستونزو له امله اړ شوې وې کډوالې شي.د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، له پاکستانه راستنېدونکي کسان نږدې نیمايي یې مېرمنې او نجونې دي، چې د بېرته راتګ پر مهال له ګڼو ننګونو سره مخ کېږي. ډېری یې له سرپناه، روغتیایي خدمتونو او د کار فرصتونو له کموالي ځورېږي.د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د مېرمنو او نجونو بېرته ستنېدل هغوی د امنیتي ګواښونو او هغه سختو بندیزونو سره مخامخ کوي، چې طالبان یې پر ښځو په ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې لګوي.دوی ټینګار کړی چې که پرلپسې ملاتړ او ځانګړي پروګرامونه موجود نه وي، ډېری دغه مېرمنې به د روزګار، روغتیا او زده‌کړو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شي.د کډوالو نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې د ملاتړ پروګرامونو دوام او له کورنیو او نړیوالو ادارو سره همکاري د بېرته راستانه شویو مېرمنو د توانمندۍ، امنیت او هوساینې لپاره خورا مهم رول لري.دغه پروګرامونه هڅه کوي چې مېرمنې بېرته اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو ته وروګرځوي او د هغوی د ژوند په بیا جوړولو کې مرسته وکړي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In