په جرمني کې لسګونه د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړ سازمانونو له حکومته غوښتي چې هغه افغانان، چې په پاکستان کې له جدي خطرونو سره مخ دي، په بیړه ومني.دا غوښتنه وروسته له هغه شوې چې سلګونه افغانان، د جرمني د چارواکو له پخوانیو ژمنو سره سره، لا هم د نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي او د نیول کېدو او افغانستان ته د شړل کېدو خطر ورسره زیات شوی دی.دغه ګډ لیک چې د «امنستی انټرنشنل جرمني»، «کاریتاس»، «د سرحدونو پرته خبریالان» او «مدیکو انټرنشنل» په ګډون له څو بنسټونو لاسلیک کړی، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول او د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ته لېږل شوی دی.په لیک کې ټینګار شوی چې جرمني د هغو کسانو پر وړاندې ځانګړې مسوولیت لري، چې د دغه هېواد د پوځ د ماموریت پر مهال یې په افغانستان کې مرسته کړې وه.د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، نږدې ۲۳۰۰ افغانان په پاکستان کې د جرمني د منلو په تمه دي، چې شاوخوا ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. په عین وخت کې راپورونه ښيي چې لږ تر لږه ۴۵۰ تنه د پاکستاني چارواکو له خوا نیول شوي او ځینې د افغانستان د شړلو په حال کې دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې تر اوسه له ۲۱۰ ډېر کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.بشري حقونو سازمانونو له جرمني غوښتي چې د افغانانو دوسیې ژر وڅېړي، ویزې ورکړي او هغه کسان چې د ورتګ اجازه لري بېځنډه ولیږدوي. دوی خبرداری ورکړی چې هر ډول ځنډ د دغو کسانو ژوند په جدي خطر کې اچوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

