د روغتیا نړېوال سازمان (WHO) د افغانستان لپاره د سهشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دې ادارې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ له دفتر (OCHA) څخه له ۶.۳ میلیونو ډالرو زیاتې مرستې ترلاسه کړي دي. دا مرسته به د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د خوارځواکۍ له ستونزې سره د ماشومانو د درملنې لپاره ولګول شي.د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، نږدې ۵ میلیونه ډالر به د ۱۳ ولایتونو په ۴۲ لومړنیو روغتیايي مرکزونو کې د فعالیتونو د بیا پيل او ملاتړ لپاره وکارول شي. سربېره پر دې، ۱.۳۹ میلیونه ډالر به د څلورو ولایتونو په کچه د سختې خوارځواکۍ له ماشومانو سره د ژغورونکو خدمتونو د برابرولو لپاره ځانګړي شي.ادوین سالوادور، په افغانستان کې د روغتیا نړېوال سازمان استازي، په خپل وینا کې ویلي:«دا مرستې د مخنیوي وړ مړینو په کمولو کې مهم رول لري او زموږ توان د ناروغیو د خپرېدو پر وړاندې د چټک غبرګون، او د زیانمنو ټولنو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته د رسېدو په برخه کې زیاتوي؛ هغو کسانو ته چې د اقتصادي بحران، جبري ستنېدو او بېځایه کېدو له پایلو ځوريږي.»د دې سازمان په وینا، له دې پروګرامه به شاوخوا ۷۴۷ زره کسان په مستقیم ډول ګټه واخلي او نږدې ۲.۴ میلیونه نور به د روغتیايي بنسټونو او عامه خدمتونو د پیاوړتیا له لارې غیرمستقیمه برخهوال وي.د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرستیال هم ټینګار کړی چې دا ملاتړ په ډېر حساسې مرحلې کې تر سره کېږي؛ په داسې وخت کې چې زرګونه افغان کورنۍ په بېساري ډول له ایران او پاکستانه ستنېږي او د هېواد لویې برخې د سختې وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي.یادې پروژې د بیړنیو حالاتو د مرکزي صندوق او د افغانستان د بشري مرستو د صندوق په همکارۍ پر مخ وړل کېږي. موخه یې د هېواد د روغتیايي نظام پیاوړتیا ده، د زیانمنونکو ټولنو لپاره د لومړنیو خدمتونو برابرول، د سختې خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو عاجله درملنه او د ناروغیو د څار او د خپرېدو پر وړاندې د چټک غبرګون سیسټم ښه کول دي.د روغتیا نړېوال سازمان په پای کې ټینګار کړی چې دغه اساسي خدمتونه به د خلکو د ژوند د ژغورلو او د ناروغیو د مخنیوي لپاره وړاندې شي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر ستونزمن دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

