په تازه پېښه کې، ملي تلویزیون چې د طالبانو تر کنترول لاندې کار کوي، د ذبیحالله مجاهد د خبري ناستې د ژوندۍ خپرونې پر مهال د یوې ښځینه خبریالې غږ سانسور کړی دی.یاده ناسته د سهشنبې په ورځ، د وږي په ۴مه، د طالبانو د حکومت د رسنیز مرکز په کابل کې ترسره شوه. د پروګرام پر یوه برخه کې، یوې ښځینه خبریالې پوښتنه مطرح کړه، خو د ملي تلویزیون په ژوندۍ خپرونه کې یې غږ قصداً پرې کړل شو.خو هغه بڼه چې وروسته د طالبانو د رسنیز مرکز په یوتیوب پاڼه کې خپره شوې، ښیي چې د خبریالې غږ د پوښتنې پر مهال موجود دی.دغه ګام د طالبانو د ښځو او د وینا د ازادۍ پر وړاندې د تګلارو په اړه نوي غبرګونونه پارولي دي.تر دې وړاندې هم ورته پېښې راپور شوې وې چې د طالبانو تر ادارې لاندې دولتي او آن خصوصي رسنیو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور یا محدود شوی دی.د راپورونو له مخې، طالبانو په ځینو ولایتونو کې په رسمي ډول امر کړی چې د ښځو غږ باید له رسنیو خپور نه شي. د دې ډلې د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په قانون کې د ښځو غږ «عورت» بلل شوی او خپرول یې منع ګرځول شوی دی.سره له دغو بندیزونو، لا هم ځینې خصوصي رسنۍ په هېواد کې فعالې دي چې په هغو کې ښځې د خبریالې او د خپرونو د وړاندې کوونکې په توګه کار کوي، خو ښځینه خبریالانې په دوامداره توګه له سانسور، ګواښونو او درندو بندیزونو سره مخ دي.د رسنیزو چارو کارپوهان وایي، د طالبانو دغه ډول کړنې د ښځو د لرې کولو یوه منظم هڅه ده، څو ښځې له رسنیو او ټولنې څنډې ته کړي. د دوی په باور، د دغې لړۍ دوام نه یوازې د وینا ازادۍ کمزورې کوي، بلکې ټولنه د ښځو له حضور او ونډې څخه نور هم بې برخې کوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

