ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د سهشنبې په ورځ (د وږي ۴مه) په یوه خبري ناسته کې د دې ډلې د پنځه کلنې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال وویل چې د نجونو د زدهکړو موضوع د طالبانو لپاره «یوه جزئي مسأله» ده او باید بېله وڅېړل شي.هغه د خبریالانو د پوښتنو په وړاندې، چې د ښځو او نجونو د زدهکړو ځای او موقف یې په دې ستراتیژۍ کې وپوښت، له نورو توضیحاتو ډډه وکړه او د ناستې په پای کې یې هم د ورته پوښتنې ځواب ورنهکړ.له هغه وخته چې طالبان بېرته پر واکمنۍ راغلي، ښځې او نجونې په منظم ډول د زدهکړې له حقه محرومې شوې دي. لومړی د نجونو د منځنیو او لېسو دروازې وتړل شوې، وروسته پوهنتونونه او طبي انستیتیوتونه هم د هغوی پر مخ وتړل شول.دا پرېکړې په داسې حال کې شوي چې افغانستان د ښځینه کارکوونکو په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې له سخت کموالي سره مخ دی.د ښځو د حقونو فعالان وایي، د طالبانو له ستراتیژۍ څخه د ښځو د زدهکړې ایستل د دې ډلې تبعیضي او زورواکو لیدلوری څرګندوي. دوی خبرداری ورکوي چې د دې لړۍ دوام نه یوازې د افغان نجونو راتلونکی له منځه وړي، بلکې ټولنه له اړینو او مسلکي بشري سرچینو هم بې برخې کوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

