د سهشنبې د ماښام، د وږي په ۴مه نېټه، طالبانو پنځه کسان، چې دوه ښځې یې هم شاملې دي، د «واده نه بهر اړیکو» او «اخلاقي فساده» په تور د غور ولایت د فیروزکوه ښار په ورزشي لوبغالي کې د خلکو په وړاندې په دورو ووهل.د طالبانو په وینا، پر دغو کسانو د تعزیر حکم نافذ شوی و او هر یو یې مخکې درې تر شپږ میاشتې بند هم تېر کړی و.عیني شاهدان وایي درې تنه د ۳۹ دورو سزا او دوه تنه د ۲۷ دورو سزا ترلاسه کړه. په مجازات شویو کې یو هلک او یوه نجلۍ چې عمرونه یې تر ۱۶ او ۱۸ کلونو پورې اټکل کېږي هم شامل وو، چې یوازې د «تېلفوني خبرو» له امله ورته د تعزیر حکم تطبیق شوی او د وهل پر مهال یې په لوړ غږ چیغې وهلې.طالبانو خلک پراخې غونډې ته رابللي وو، خو د فیروزکوه د اوسېدونکو ګډون تر پخوا ډېر کمرنګ و.دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو بنسټونه او فعالان پر طالبانو سختې نیوکې کوي او وایي دغه ډول سزاوې «غیرانساني» دي او په ټولنه کې د تاوتریخوالي د خپرېدو لامل ګرځي. هغوی له طالبانو د دې کړنو د فوري درولو غوښتنه کړې، خو طالبان یې ردوي او دا عملونه د «شریعت پلي کول» بولي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

