څلور کاله کېږي چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، خو پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي هیڅ بندیزونه لا تر اوسه نه دي لېرې شوي.ملګري ملتونه او د بشري حقونو مدافع بنسټونه خبرداری ورکوي چې دا وضعیت د ښځو د حقونو تر ټولو ستر نړیوال بحران ګرځېدلی او د دې حالت د “عاديکولو” بهیر جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.د ملګرو ملتونو د ښځو اداره (UN Women) په خپله وروستۍ خپرونه کې په اکس (تویټر) ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د دې بحران په وړاندې چوپ پاتې نه شي.دغې ادارې ویلي: د افغان ښځو وضعیت یوازې ملي بحران نه دی، بلکې “په نړیواله کچه د ښځو د حقونو تر ټولو خطرناک بحران” دی.دغه نهاد زیاتوي: «څلور کاله وروسته له دې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، آن یو بندیز هم پر ښځو او نجونو نه دی لېرې شوی. دغه سیسټماټیک سیاستونه افغان ښځې له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه لرې کړي دي.»د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي چې دوی د نړیوالو شریکانو سره په ګډه د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي؛ په دې کې د ښوونيز پروګرامونو برابرول، رواني ملاتړ، د محدودو کاري فرصتونو رامنځته کول او د هغوی غږ نړیوالو ټولنو ته رسول شامل دي.د ملګرو ملتونو د ښځو اداره له ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي او اجازه ورنهکړي چې د دوی اساسي حقونه نور هم تر پښو لاندې شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

