نن سهار (چهارشنبه، ۵ وږي ۱۴۰۴) د کابل-قندهار لویې لارې په چوک ارغندي کې یوه وژونکې ټرافیکي پېښه رامنځته شوه چې په پایله کې یې ۲۵ تنه مړه او ۲۷ نور ژوبل شو.عبدالمتین قانع، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، د پېښې لامل د موټر چلوونکي پام نه لرل بللی دی.دغه مسافرو مليبس له هرات څخه کابل ته په حرکت و، چې د ارغندي په سیمه کې له سړک څخه ووت او چپه شو.د کورنیو چارو وزارت ویاند د مليبس د مسافرینو د هویت په اړه معلومات ورنه کړل.دا پېښه یوازې څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوه چې په هرات کې یوه بله وژونکې ترافیکي پېښه وشوه چې شاوخوا ۸۰ کسان پکې مړه شو.دغه پېښې د افغانستان د سړکونو او موټرو د امنیت د اندېښنې وړ وضعیت څرګندوي.د سیمې اوسېدونکي وایي، د دې ډول پېښو اصلي لامل زیات سرعت، غیر معياري سړکونه او د وسایطو کمزوری څارنه ده. هغوی ټینګار کوي چې د مسافرو مليبس پېښې د مسافرینو د لوړ شمېر له امله زیات مرګژوبله لري.د پېښې وروسته، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې د دقیق علت د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او د راتلونکو ورته پېښو د مخنیوي ګامونه هم په پام کې نیول شوي دي.همدارنګه، د طالبانو د ترانسپورت وزارت هم اعلان کړی چې د ترانسپورتي شرکتونو او مسافرو وسایطو څارنه به زیات کړي ترڅو ورته پېښې مخنیوی وشي.دا پېښه یو ځل بیا د افغانستان په سړکونو او وسایطو کې د جدي امنیتي ګامونو اړتیا روښانه کوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

