د افغانستان د مقتدرو ښځو د غورځنګ غړو نن (چهارشنبه، د وږي ۵مه، ۱۴۰۴) په یوه اعتراضي غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د «جنسیتي اپارتاید» تګلاره ختمه کړي.په خپاره شوي اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ښځو او نجونو ونډه د افغانستان په پرمختګ، فرهنګ او پراختیا کې نهانکارېدونکې ده او له ټولنې څخه د هغوی ایستل د هېواد د راتلونکي د ودې د تم کېدو معنا لري. د هغوی په وینا، چوپ پاتې کېدل د طالبانو د بندیزونو په وړاندې د ظلم منل دي.په اعلامیه کې راغلي:«هیڅ ځواک نشي کولای د افغانستان ښځې او نجونې د تل لپاره شاته کړي او یا یې غږ چوپ کړي.»د غورځنګ غړو غوښتنه کړې چې ټول هغه بندیزونه او تبعیضونه دې ژر تر ژره لغوه شي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو او نجونو پر ژوند تپل کړي دي. دوی په خپلو بنسټیزو حقونو لکه ښوونه، کار، په ټولنیزو او سیاسي چارو کې ګډون او د برابرې پرېکړې کولو باندې ټینګار کړی دی.سره له دې چې ښځې پرلهپسې اعتراضونه کوي، د بشري حقونو مدافع بنسټونه غوښتنې وړاندې کوي او ملګرو ملتونه خبرداری ورکوي، طالبان نه یوازې دا بندیزونه نه دي لغوه کړي، بلکې هره ورځ نوې مقررات د ښځو د ازادیو پر وړاندې وضع کوي.معترضو ښځو خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام به د افغانستان ټولنه د تباهۍ پر لور بوځي او یوازې د مقاومت او درېدو له لارې د ښځو بشپړ حذف کېدو مخنیوی کېدای شي.
پنځه کاله له راتلونکي څخه لرې؛ د هغو نجونو کیسه چې د زدهکړو په منځ کې پاتې شو
زهرا لا تر اوسه له ښوونځي څخه فارغه شوې نه وه. نگینه په یوولسم ټولګي کې وه او شقایق د...
Read more

