د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې څلور ښځې او پنځه نارینه په بېلابېلو تورونو د سلګونو خلکو پر وړاندې په بدني سزا محکوم شوي دي.د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) د لوګر ولایت په «ازره» ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو نارینه د «له کوره تېښتې» په تور سزا شول. هر یو ته یې شل دورې وهل شوې او سربېره پر دې، هغوی د یو کال تنفیذي بند په سزا محکوم شول.دغه محکمه په یوه بله خبرپاڼه کې زیاته کړې چې یوه ورځ مخکې، د غور ولایت د ساغر په ولسوالۍ کې درې ښځې او څلور نارینه د «زنا» او «له کوره تېښتې» په تور د خلکو پر وړاندې دورې وهل شوي دي. ویل شوي چې پر دغو کسانو له ۳۰ تر ۳۹ دورو پورې تطبیق شوي او همدارنګه د شپږو میاشتو تر دوو کلونو پورې د بند سزا ورته ټاکل شوې ده.د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دغه سزا د غور په ورزشي لوبغالي کې د دې ډلې د ځايي چارواکو په شتون کې ترسره شوې ده.طالبانو په وروستیو کلونو کې بیا بیا متهمین په لوبغالو او نورو عامه ځایونو کې په دورو وهلي او آن څو تنه یې د خلکو پر وړاندې اعدام کړي دي.نړیوال د بشري حقونو سازمانونه تل دا ډول مجازات د انساني کرامت خلاف او د نړیوالو قوانینو ضد بللي او د هغې د فوري درولو غوښتنه یې کړې ده.سره له دې فشارونو، طالبان لا هم د علني بدني مجازاتو په ترسره کولو دوام ورکوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

