راوی زن پشتو
جمعه 22 حوت 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د افغان کډوالو د ایستلو نوې څپه؛ له ایران او پاکستانه ۲.۳ میلیونه کسان بېرته ستانه شوي دي

6 سنبله 1404
طالبان په لوګر او غور کې څلور ښځې او پنځه نارینه د خلکو پر وړاندې دورې ووهل

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ اعلان کړی چې د روان میلادي کال په اوږدو کې له ایران او پاکستانه تر ۲.۳ میلیونو زیات افغان کډوال ایستل شوي او بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.دغه اداره خبرداری ورکوي چې د کډوالو د دې سترې شمېرې جبري ستنېدل افغانستان له هغو لویو بشري بحرانونو سره مخامخ کړی چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.د یوې اعلامیې له مخې چې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۶مه) خپره شوې، دې ادارې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید په داسې شرایطو کې له افغانستانه مخ وانه ړوي، ځکه میلیونه بې‌ځایه شوي خلک اوس د عاجلو او دوامدارو مرستو اړتیا لري.د کمیسارۍ په وینا، ډېری ستنېدونکي افغانان داسې مهال هېواد ته راګرځېدلي چې نه افغانستان د هغوی د منلو امکانات لري او نه د کار او عاید زمینه ورته برابره ده. زرګونه کورنۍ په پوله ولایتونو کې بې سرپناه، بې له خوراکي توکو او د روغتیايي خدمتونو له لاسرسي بې‌برخې پاتې دي.دغه اداره خبرداری ورکوي چې که په لنډ وخت کې دې کورنیو ته بشري مرستې ونه رسېږي، روان بحران به لا ژور شي.د کډوالو عالي کمیسارۍ له مرسته کوونکو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې خپلې مالي ژمنې د افغانستان په برخه کې زیاتې کړي.یادې ادارې ویلي چې نړیواله ټولنه نه شي کولای د میلیونو انسانانو له کړاوونو سترګې پټې کړي، په داسې حال کې چې افغانستان د امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو محدودیتونو له امله د دې سترو ستونزو د حل ظرفیت نه لري.په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان په زرګونو افغان کډوال په ډلو-ډلو له خپلو خاورې ایستلي دي.د ملګرو ملتونو کډوالو اداره بیا خبرداری ورکوي چې که پراخې او بیړنۍ مرستې برابرې نه شي، د دې بحران پایلې به نه یوازې پر افغانستان، بلکې پر ټولې سیمې هم اغېز وکړي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In