د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د جمعې په ورځ، د وږي ۷مه، راپور ورکړی چې د افغانستان ډېری وګړي د ښځو او نجونو د زدهکړې ملاتړ کوي او د طالبانو له لوري پر دې برخه لګول شوي بندیزونه نه مني.د دې ادارې د کور پر کور یوې سروې ښودلې چې د افغانستان له دوه زره ډېرو وګړو د نجونو د زدهکړې په اړه نظر ورکړی دی. پایلې ښيي چې ۹۲ سلنه خلک د نجونو د زدهکړې ملاتړ کوي. دغه ملاتړ په ښارونو او کلیو کې لږ توپیر لري؛ په کلیوالي سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې او په ښارونو کې ۹۵ سلنه ښځې او نارینه د زدهکړې پلوي دي.سوزان فرګوسن، د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې په افغانستان کې، ویلي: «نجونې تل موږ ته وایي چې د زدهکړې تنده لري او یوازینی غوښتنه یې د زدهکړې فرصت دی.» هغې زیاته کړه چې کورنۍ باور لري زدهکړه کولی شي د نجونو د ژوند مسیر بدل کړي، په داسې هېواد کې چې نیمایي وګړي یې په بېوزلۍ کې ژوند کوي.سوفیا کالتورپ، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د بشري چارو مشره، په یوه خبري ناسته کې وویل چې د نجونو د زدهکړې ملاتړ د ښځو او نارینهوو ترمنځ، که په ښار کې وي او که په کلي کې، د پام وړ دی.هغې زیاته کړه چې له هر لسو کسانو نهه تنه د طالبانو د زدهکړې پر بندیزونو مخالف دي، او دا بندیزونه د خلکو د ریښتیني نظر استازیتوب نه کوي.راپور خبرداری ورکوي چې د زدهکړو دوامداره بندیزونه به جدي ټولنیزې او اقتصادي پایلې ولري. وړاندوینه شوې چې تر ۲۰۲۶م کاله پورې:د ماشومانو واده به ۲۵ سلنه ډېر شي.د تنکیو نجونو وختي زېږون به ۴۵ سلنه ډېر شي.د میندو مړینه به لږ تر لږه ۵۰ سلنه لوړه شي.راپور دا هم وایي چې د طالبانو بندیزونه پر ښځو ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې د افغانستان اقتصاد ته له ۹۲۰ میلیونه ډالرو ډېر زیان اړولی شي. دا اغېزې یوازې اقتصادي نه دي، بلکې د ښځو د ونډې اخیستلو وړتیا په کار، رهبرۍ او پرېکړو کولو کې په سیسټماتیک ډول کمه شوې ده.کالتورپ دغه وضعیت د نړۍ د جنسیتي برابري له سترو «ازموینو» څخه وباله او د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یې پر عملي او اغېزمنو ګامونو ټینګار وکړ.یادونه وړ ده چې طالبان له بیا واکمنېدو وروسته د شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړه بنده کړې ده او پوهنتونونه او طبي ادارې یې هم پر نجونو تړلي دي، چې دې کار د نجونو او ښځو لوړو زدهکړو ته بشپړ خنډ جوړ کړی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

