د سل څخه زیات مدني بنسټونه او د بشري حقونو فعالانو په یوه سرخلاص لیک کې له د افغانستان د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) غوښتي چې د ځمکو د غصب، جبري بېځایه کولو او پر هزاره ټولنه د زورزیاتي په وړاندې بېړني ګامونه پورته کړي.په لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې له طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، د هزارهوو د نیکهګانو له ځمکو د بېبرخې کولو لړۍ نوره هم شدیده شوې ده. په ځینو برخو کې هزاره کورنۍ اړې شوې چې خپلې ځمکې بېرته له کوچیانو وپېري.لاسلیک کوونکو په ځانګړي ډول د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي د ۲۵ هزاره کورنیو جبري بېځایه کېدو ته اشاره کړې ده؛ داسې پېښه چې د دوی په باور د هزارهوو د اوږدمهاله لرې کولو او څنډې ته کولو یوه برخه ده. یادې کورنۍ د طالبانو له پرېکړې وروسته چې د کوچیانو په ګټه شوې وه، له خپلو کورونو شړل شوې دي او اوس د طالبانو تر سخت څار لاندې په لنډمهالو خېمو او د کلي په جومات کې ژوند کوي.په لیک کې راغلي چې څلور کورنۍ د طالبانو د پرېکړې د منلو پر فشار تېښتې ته اړې شوې دي. نورې کورنۍ په دې شرط مخ دي چې د خزان د حاصلاتو له راټولولو وروسته خپلې ځمکې او کورونه له کوچیانو څخه په کرايه واخلي.د بشري حقونو فعالانو ویلي چې د طالبانو بیا واکمنېدو کوچیان د هزارهوو پر وړاندې لا پسې زړور کړي دي. هغوی څو ځله له مالونو سره د خلکو پر ځمکو او کورونو یرغل کړی، د سیمې د خلکو مقاومت یې په زور مات کړی او ان د جعلي اسنادو په کارولو یې د هزارهوو پر ضد دعوې ثبت کړي دي.د لیک د لیکوالانو په باور، «د طالبانو په محاکمو کې د قانوني تشو او ناعادلانه قضایي بهیر» له امله ډېرې د ځمکو د غصب او تاوتریخوالي قضیې نه څېړل کېږي. هغوی دغه لړۍ د بشریت پر وړاندې جرم، منظم تعقیب او ځورونه، او تر دې چې د احتمالي نسلوژنې موخه بللې ده.دوی همدارنګه د جبري بېځایه کېدو او ځمکو د غصب د پېښو د څېړنې او مستند کولو، د اقلیتونو د بشري وضعیت په اړه د عامه راپورونو خپرولو او د یو نړیوال حساب ورکونې میکانیزم د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

