د طالبانو د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند تأیید کړې چې یو ۱۷ کلن ځوان د جمعې په ورځ (د وږي ۷مه) د بلخ ولسوالۍ په یوه سیمه کې ځان وژنه کړې ده.محمد عیسی وثیق وایي، پېښه د ورځې په لومړیو ساعتونو کې شوې او یاد ځوان د “چرېيي” وسلې په ډزو خپل ژوند پای ته رسولی دی.هغه زیاته کړې چې تر اوسه د دې ګام اصلي انګېزه او لاملونه نه دي څرګند، او پولیسو لومړنۍ څېړنې پیل کړي دي.د طالبانو ویاند د وژل شوي ځوان د هویت او مشخصاتو په اړه څه نه دي ویلي.دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ځوانانو (هلکانو او نجونو) تر منځ د ځان وژنې پېښې په بېلابېلو سیمو کې زیاتې شوې دي.د خلکو په باور، اقتصادي ستونزې، د کار د فرصتونو نشتوالی، د راتلونکي په اړه ناامیدي او رواني فشارونه د دې پدیدې اصلي لاملونه دي.ځايي سرچینې هم ټینګار کوي چې د کافي رواني مشورې خدمتونو نشتوالی او د کورنیو محدود لاسرسی د ملاتړ کوونکو بنسټونو ته د ځوانانو زیانمن وضعیت نور هم پېچلی کړی او د ورته پېښو د ډېرېدو لامل شوی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

