د افغانستان عدالتغوښتونکو ښځو غورځنګ په یوه اعلامیه کې د طالبانو د مشر وروستی شفاهي فرمان، چې موخه یې د ښځو د عکسونو له تذکرو او نورو رسمي اسنادو لرې کول دی، په کلکه غندلی دی.غورځنګ ویلي، دا ګام «هیڅ قانوني بنسټ نه لري» او د طالبانو د سیستماتیکې پالیسۍ یوه برخه ده چې غواړي ښځې له ټولنیز او مدني ژوند څخه لرې کړي.اعلامیه کې راغلي چې دا نوې پرېکړه د جنسیتي تبعیض، د قانون پر اصولو سرغړونې او د ښځو پر بنسټیزو حقوقو ښکاره تېري مثال دی.د غورځنګ په باور، طالبان د دې فرمان له لارې هڅه کوي چې د ښځو جنسي هویت له منځه یوسي او حضور یې له عامه ژوند څخه لرې کړي.عدالتغوښتونکو ښځو ټینګار کړی چې دا حکم د نړیوالې اعلامیې د بشري حقوقو اصول او د ملګرو ملتونو د مدني او سیاسي حقوقو تړون ګڼ مواد سرغړونه کوي.په غبرګون کې، دا غورځنګ د «د افغانستان د ښځو آینه» په نوم نوې کمپاین پیل کړی دی.په دې کمپاین کې، په تذکرو کې د عکس پر ځای سمبولیکه توګه یوه وړوکې آینه نصب شوې ترڅو طالبانو او نړیوالې ټولنې ته واضح پیغام ورکړل شي: «د افغان ښځو هویت لرې کېدونکي نه دي؛ هره ښځه د حقیقت آینه ده».د دې کمپاین عکسونه او ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي او د کارونکو له پراخې هرکلي سره مخامخ شوي دي.ښځینه فعالان وایي، دا حرکت د طالبانو ضد د مقاومت سمبول ګرځېدلی دی.عدالتغوښتونکو ښځو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې «د عکس لرې کول، د انسانیت لرې کول نه دی» او ښځې هېڅکله اجازه نه ورکوي چې هویت یې له تاریخ څخه پاک شي.دا غورځنګ ټینګار کړی چې د افغان ښځو مقاومت د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو پر وړاندې دوامداره دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

