د پاکستان او ایران له لوري د افغان کډوالو د ایستلو په دوام، یوازې په یوه ورځ کې له دوه زره زیاتې کورنۍ اړې شوې چې افغانستان ته ستنې شي.د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د رسمي معلوماتو پر بنسټ، د جمعې په ورځ (د وږي ۷مه) ۲۱۰۳ افغانې کورنۍ له بېلابېلو سرحدي تېرېدو ځایونو هېواد ته ور ننوتې.له دې ډلې، ۱۱۶۸ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۸۵ کورنۍ د اسپین بولدک له تېرېدو ځایه، او دوه کورنۍ د بهرامچې له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.همدارنګه، له ایران څخه ۶۰۰ کورنۍ د اسلامقلعه او ۴۸ کورنۍ د پل ابریشم له لارې هېواد ته ور ستنې شوې دي.په وروستیو ورځو کې د پاکستان له لوري د کډوالو ایستل زیات شوي، په داسې حال کې چې د ایران له لوري راستنېدل لږ شوي دي. د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له لومړۍ سپټمبر څخه به د کډوالو جبري ایستل، حتی د هغو کسانو چې د PR کارتونه لري، په رسمي ډول پیل شي.له بلې خوا، د ایران چارواکو کډوالو ته د وږي تر ۱۵مې نېټې وخت ورکړی چې په خپله خوښه هېواد پرېږدي؛ وروسته له دې نېټې، راستنېدونکي به له جریمې سره مخ شي.د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ (UNHCR) ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۳ میلیونه زیات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.دې ادارې ټینګار کړی چې ډیری دغه کسان په سختو شرایطو او د فشار لاندې خپل وطن ته استول شوي؛ داسې هېواد چې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو ظرفیت نه لري.همدارنګه، د نړیوالې کډوالۍ سازمان (IOM) راپور ورکړی چې په تېرو دوو کلونو کې نږدې څلور میلیونه افغان کډوال له دې دوو ګاونډیو هېوادونو ایستل شوي یا اړ شوي چې ستانه شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

