د طالبانو عالي محکمه خبر ورکړی چې په جوزجان ولایت کې یو ښځه او یو سړی د «واده نه بهر اړیکې» په تور مجازات شوي دي.دا پېښه د شنبې په ورځ، د وږي ۸مه، د آقچه ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.د محکمه په اعلامیه کې راغلي چې د دغو دواړو کسانو محاکمه د طالبانو د محاکمو د پرېکړې پر بنسټ شوې او وروستی حکم یې د هر یوه لپاره ۱۵ دورو او د شپږو میاشتو تر یو کال پورې بند ټاکلی دی.د طالبانو د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دغه پرېکړه د دوي د دوسیو د څېړنې او نیولو وروسته صادره شوې ده.د طالبانو عالي محکمه ادعا کړې چې مجازات عملي شوی او یاد کسان اوس د بند د تېریدو لپاره زندان ته لیږدول شوي دي.دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د افغانستان پر ولایتونو کې د سختو احکامو د عملي کولو راپورونه ورکوي. په تېرو یو نیم کال کې، د دورو، سنګسار او نورو بدني مجازاتو د علني تطبیق څو راپورونه له بېلابېلو ولایتونو خپاره شوي دي.طالبان دغه ګامونه د «حدود شرعي تطبیق» بولي، خو د بشري حقوقو او د ښځو د حقوقو مدافع نهادونه یې د انسانیت او بشري کرامت پر خلاف ګڼي.له دې وړاندې هم په لوګر، تخار او کندز ولایتونو کې څو پېښې د ښځو او سړو د دورو وهلو راپورونه خپاره شوي وو چې د «زنا» یا «له کور څخه وتل» په تور ترسره شوې وې.سره له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو، طالبان ټینګار کوي چې د دوی د وینا له مخې «احکام شرعي» به په ټول هېواد کې بې له استثنا پلی کېږي.
په افغانستان کې د کورنیو سرپرستې ښځې؛ له کار کولو محرومې او د شپې ډوډۍ په اندېښنه کې
راپور ورکوونکې: صالحه امیري ماهګل د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې ده. وروسته له هغه چې د هغې مېړه...
Read more

