یوه ډله د افغانستان د ښځو د ملي ټیم پخواني لوبغاړي چې د طالبانو له راتګ وروسته په ۲۰۲۱ کال کې مجبوره شول هېواد پرېږدي، اوس په انګلستان کې بیا د لوبغالي پر لور ستنېدلي دي.د رویټرز د راپور له مخې، دوی په «سینټ جورج پارک» کې د فیفا د پېژندنې په یوه کمپ کې برخه اخیستې؛ یو داسې ځای چې د دوی لپاره یوازې تمرین نه، بلکې د مقاومت او هیلې نښه ده.دغه فوټبالیستانې، سره له دې چې له ستونزمنې کډوالي او له وطنه د جلا کېدو کړاوونه یې ګالي، فوټبال یې د اعتراض او ازادۍ د غږ په توګه ژوندی ساتلی دی.الهه صفدري، د ملي ټیم پخوانۍ دروازه ساتونکې، رویټرز ته ویلي:«کله چې طالبان راغلل، اړه شوم خپل ورزشي وسایل او جامونه وسوزوم او ټولنیزې حسابونه مې وتړم، ځکه فوټبال د ښځو لپاره جرم و. خو نن، څلور کاله وروسته، بیا میدان ته ستنېدل زما لپاره له مینې او خوښۍ ډک دی.»یاد کمپ د فیفا د هغه پروګرام برخه ده چې غواړي له افغان کډوالو ښځو یو ۲۳ کسیز ټیم جوړ کړي. د دې طرحې روزنه د سکاټلنډۍ روزونکې پولین هامیل په غاړه ده.جاني اینفانتینو، د فیفا رئیس، دا ګام «په سمه لاره کې مهم ګام» بللی دی.نجمه عارفي، چې په ۱۸ کلنۍ کې افغانستان پرېښود، ویلي:«په کابل کې یوه سپی تر یوې ښځې ډېر حق لري. موږ غواړو د فوټبال له لارې د افغانستان د نجونو غږ شو او نړۍ ته وښیو چې دوی هېره شوي نه دي. که نړۍ سترګې هم پټې کړي، موږ دلته یو او نه وېرېږو.»په داسې حال کې چې د افغانستان د نارینهوو ملي ټیم لا هم په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي، د طالبانو تر کنترول لاندې فدراسیون د ښځو ورزش په بشپړه توګه بند کړی دی.صفدري ټینګار کړی چې د افغان ښځو غوښتنه یوازې په کمپونو نه محدودیږي:«موږ غواړو فیفا زموږ ټیم په رسمیت وپېژني او اجازه راکړي چې د افغانستان د ټیم په توګه په جلاوطنۍ کې استازولي وکړو.»
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

