طالبانو تر کنترول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون له ۱۷۰۰ څخه ډېرې افغان کورنۍ د ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.د باختر دولتي خبري آژانس په وینا، دغه کورنۍ د بېلابېلو لارو هېواد ته دننه شوې دي. له دې ډلې شاوخوا ۱۳۰۰ کورنۍ د ننګرهار له تورخم، تر ۱۴۰ ډېرې کورنۍ د کندهار له سپین بولدک، ۱۰ کورنۍ د نیمروز له پل ابریشم، ۱۵ کورنۍ د پکتیکا له انګور اده، ۹ کورنۍ د هلمند له بهرامچې او تر ۳۱۰ ډېرې کورنۍ د هرات له اسلام قلعې څخه افغانستان ته دننه شوې دي.راستانه کېدل د تېرو دوو ورځو د بهیر دوام دی چې په کې نږدې دوه زره نورې کورنۍ هم وطن ته ستنې شوې وې.طالب چارواکي وایي هڅې روانې دي څو د افغان کډوالو د ستنېدو پروسه لا نوره اسانه کړي او د کورنیو لپاره د سرحدي لارو امکانات برابر کړي.خو د ملګرو ملتونو کارپوهان ټینګار کوي چې اړینه ده د دغو کورنیو د بېرته ستنېدو لپاره ښه پلان جوړ شي او لومړني اسانتیاوې برابرې شي، څو د دوی د ستنېدو لړۍ له لږو ستونزو سره مخ شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

